د جمهور رئيس حامدکرزي د فرمان پر اساس د کندهار محبس څخه ۶۴ بنديان خوشي سول
نيټه١٣٩٢، ٠٤، ١٦
کندهار افغانستان–د هیواد جمهور رئیس حامد کرزي دحکم پر اساس د روژې مبارکي میاشت په رارسېدو سره د کندهار محبس څخه ۶۴ تنه بندیان خوشي سول.
نن د کندهار ولایت د لوي محبس څخه ۶۴ تنه سیاسي او جنایي بندیان د همدې ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال، د استیناف محکمې رئیس دل اغا همت، د محبس مدیر سمونوال غلام فاروق او د زندانیانو وارثینو په خضور کي د جلالتماب جهور رئیس حامد کرزي د فرمان پر اساس خوشي او خپلو کورونو ته ولاړل .
د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال بندیانو ته د خوشي کیدود مبارکي تر څنګ وویل چي نور د جنګ جګړو او ورانکارو پیښو څخه لاس واخلي او خوشحاله ،هوسا او د خپلو کورنیو سره ښه ژوند تیر کړي .
ښاغلي پتیال وویل چي عام ولس په ښار او ولسوالیو کي د وسلوالو مخالفینو لخوا په یوه او بل نامه وژل کیږي او د وسلوالو مخالفینو لخوا دسړک غاړي ماینونه یې ژوند او د بدن غړي اخلي ،نوموړي زیاته کړه چي ددغه جنګ او ورانکاره پیښو قرباني یوازي او یوازي عام ولس دي او بې ګنا اشخاص پکښي وژل کیږي .
مرستیال والي عبدالقدیم پتیال پر یادو بندیانو او ددولت ضد وسلوالو مخالفینو ږغ وکړۍ چي نور دي د ورانکارو پیښو څخه لاس واخلي او ټول باید په یوه ږغ ددولت ملاتړ او د افغانستان د خاوري ددښمنانو د ناځوانمردانه او ورانکارو کارو مخه ونیسي.
د عبدالقدیم پتیال تر څنګ خوشي سوو بندیانو هم یو بل ته د خوشي کېدو مبارکي ورکړې اود جمهور رئیس جلالتماب حامد کرزی د صادر سوي فرمان څخه خوښي وښوده او مننه یې وکړه .
یادو بندیانو زیاته کړه چي نور به ددولت پر ضد نه بلکې ددولت سره یو ځاي د افغانستان د دښمنانو پر ضد عمل کوي او د محبس د مسئولینو او امنیتي چارواکو څخه یې ددوۍ سره د ښه چلند مننه وکړه .
دوۍ زیاته کړه چي نور به د ورانکارو او بدو اعمالو او غلطو اشخاصو سره د روابط ساتلو څخه ځان او خپل اولادونه وساتي .
د خوشي سوو بندیانو څخه یو تن بندي چي پر مخ يې د خوښیو ځلا او پر خوله یې موسکا خوره وه وویل چي ډیر خوشحاله دی چي په صادر سوي فرمان کي خوشي او خپلي کورنی ته ځي .
نوموړي زیاته کړه چي نور به ددولت سره په ګډه د خپلي خاوري د سمسورتیا او پرمختګ لپاره کار کوي .
ده دغه راز پر ټولووسلوالو مخالفینو ږغ وکړۍ چي نور د ورانکارو اعمالو او د بې ګنا خلکو د وژلو څخه لاس واخلي .