نن د افغانستان کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې د کندهار لوبغالي رغنیزې پروژې تړون لاسلیک شو. ددغې پروژې ودانیزې چارې به په روانه اوونۍ کې پیل او تر یوه کاله به دوام وکړي.

د تړون لاسلیک کولو په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیزالله فضلي، د اقتصاد وزارت د طرحو او تولید عمومي رئیس سیدعارف نظیف، د اقتصاد وزارت د سیمه ایزې پراختیا رئیس عبدالله سمندري، د سپا شرکت رئیس سمیع الله سمندري، د کرکټ بورډ پرمختیایي او تدارکاتو څانګې مسئولینو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

2د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، د کندهار لوبغالی په یوه ډیر سټراټیژیک موقیعت کې ځای لري چې د ودانیز کار له بشپړیدا سره به یې د جنوب او جنوب غرب حوزې لوبغاړو لپاره یوه معیاري سپورتي ساحه پرانستل شي. نوموړي د هندوستان سفارت او دولت څخه مننه وکړه چې د لوبغالي ودانیزې پروژې ټول مالي لګښت یې ورکړی دی. نوموړي د کرکټ بورډ اجراییوي ریاست او اړونده څانګو او د اقتصاد وزارت ښکیلو مسئولینو څخه هم مننه وکړه چې د پروژې ودانیز کار تر درشله یې خورا زیار وایست. دانش، عینو مینه ډیر ارزښت لرونکی موقیعت وباله او له ښاغلي محمود کرزي څخه یې هم مننه وکړه چې ددغه لوبغالي رغونې لپاره یې ۴۰ جریبه ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړه.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د کندهار په لوبغالي د کار پیل د نوي فصل پرانسته وبلله چې په ترڅ کې به یې ځوان استعدادونه یوه سالم سپورتي چاپیریال ته له لاسرسي سره د پام وړ وده وکړي او پیاوړې څیرې به د ملي لوبډلو جوړښت ته معرفي کړي. نوموړي د اقتصاد وزارت، هندوستان سفارت او هیواد او د کرکټ بورډ ښکیلو کارکونکو له کار او زیار څخه هم مننه وکړه چې ددغې پروژې د ابتدایي کار په بهیر کې یې خپل اغیزمن رول لوبولی دی.

د اقتصاد وزارت د طرحو او تولید عمومي رئیس سیدعارف نظیف د هندوستان له مرستو مننه وکړه او ویې وییل چې، د مرستو د لړۍ له هغې برخې څخه چې د کندهار لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ده، یو ډیر معیاري لوبغالی ورغول شي.

د سپا ودانیز شرکت رئیس سمیع الله وزیري ژمنه وکړه چې دوی به د زړه له کومي د لوبغالي په رغونه کار کوي او هڅه به کوي چې لوبغالی له هره اړخه معیاري او پرمختللی وي.

په پای کې دواړو لوریو د لوبغالي ودانیزې پروژې پر تړون لاسلیکونه وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *