خبرپاڼه

نيټه ١٨.٩.١٣٩٢

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت مرستيال والي په کندهار کي د ټولو رياستونو رئيسانو ته هدايت وکړ چي يو قوي او له ضرورتونو سره سم درې کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړي.

هغه غونډه چي د ياد درې کلن ستراتيژيک پلان د جوړېدو په موخه د کندهار ولايت مقام د غونډيو په تالار کي د مرستيال والي عبدالقديم پتيال په نوښت جوړه سوې وه، د کندهار د ټولو رياستونو رئيسانو هم پکي ګډون درلود.

يادي  غونډي ته د خبرو پر مهال مرستيال والي وويل، ډېری مهال د ځينو رياستونو له خوا د پلان د عملي کېدو په اړه شکايتونه کېږي، خو په خبره يې تر ټولو ښه حللاره يې دا ده چي د مرکز له خوا ولايتونو ته د پلان جوړولو واک ورکړل سي تر څو هر رياست خپل ستراتيژيک پلان په ښه ډول د سيمې د اوسېدونکو له اړتياوو سره سم په خپله جوړ کړي.

مرستيال والي يادونه وکړه چي له پيله تر دې دمه د رياستونو لپاره له مرکز څخه پلان رالېږل کېږي، په داسي حال کي چي مرکز د هري سيمي د ضرورتونو په اړه پوره خبرتيا نه لري.

نوموړی زياتوي که چيري ستراتيژيک پلان د مرکز پر ځای په ولايتونو کي جوړ سي ګټه به يې دا وي چي د سيمو د خلکو د لومړنيو اړتياوو لکه، د لويو لارو جوړول، د اوبو د بندونو جوړول، د برېښنا او داسې نورو په برخه کي به ډېر پر مختګ رامنځته سي.

د غونډي په ترڅ کي د رياستونو ټولو رئيسانو ياده غوښتنه يوه پر ځای او اړينه غوښتنه وبلله او يادونه يې وکړه، کله چي د دوی له خوا پلان جوړېږي او مرکز ته لېږل کېږي ډېری مهال د مرکز له خوا پکي تغيرات راوستل کېږي او تر ټولو مهمه خو لا داده چي د مرکز له خوا پکي داسي تغيرات راوستل کېږي چي د سيمي د خلکو له اړتياوو سره سم نه وي او په خبره يې له همدې امله ستراتيژيک پلان له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *