نېټه: ١٣٩۶-۹-۱۸

د هيواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۱۰ او ۱۲۴ ګڼه فرمانونو پر اساس د شنبې په ورځ د کندهار محبس څخه ۴۲ تنه زندانیان چي دوې يې ښځينه وې ازاد او د ۲۷ نورو زندانیانو د بند په موده کي بیا کمښت راغی.

د يادو زندانیانو د خوشي کولو په مراسمو کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د استیناف څارنوالۍ رئيس عبدالرحمن کوشان او د فرمانونو د تطبیق کمیسون غړو ګډون کړی وو.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د زندانیانو د خوشي کولو پر مهال له هغوی وغوښتل چي نور د قانون څخه سرغړونه ونکړي او د خپلي ټولني په بقا کي رغنده رول ولوبوي.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په کندهار محبس کي د محبس د ښځينه پوليسو لپاره د طعام خورۍ د تعمیر د بنسټ ډبره کښېښوده.

دغه تعمیر به څلور خونې او څلور تشنابونه ولري او تر راتلونکي يوې میاشتي پوري به يې د جوړېدو چاري بشپړي سي.

باید وویل سي چي پر یاد تعمير ۴۵۰۰۰ امريکايي ډالره مالي لګښت راځي چي د UNDP مرستندویه ادارې لخوا ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *