خبرپاڼه
نېټه ١٣٩٢\٨\١٥
کندهار افغانستان ـ د ولسمشر کرزي د ۸۰ ګڼي فرمان پر اساس له کندهار زندان څخه ۸۲ تنه بندیان ازاد سول.
د هیواد د جمهور رئیس هغه فرمان چي د تېر لوی اختر په مناسبت یې صادر کړۍ و پکښي د یاد زندان څخه ۸۲ تنه سیاسي او جنایي بندیان خوشي سول چي پکښي شپږ تنې ښځي وې.
د کندهار لوی محبس مدیر سمونوال غلام فاروق د زندانیانو د خوشي کېدو پر مهال هغوۍ ته د خوشي کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل چي نور نو د ناوړه او کرغېړن اعمالو څخه لاس واخلۍ او د خپلو فامیلونو سره په ارامه فضا کي د خوښۍ ژوند تېر کړۍ.
هغه دغه راز وویل، چي زندان ددې لپاره دی چي انسان پر تيرو بې رحمانه، بدو او بې ځایه کړو پښېماني څرګنده کړي او د یوه نوي حوشحاله او ښه ژوند لپاره امادګي ونیسي او ټول هغه زندانیان چي د زندان څخه خوشي کيږي باید چي نور د کرغېړنو اعمالو څخه ځانونه او په دغسي اعمالو د ککړو خلکو مخنیوی وکړي.
خوشي سوو بندیانو د جمهور رئیس د فرمان د صادرېدو سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور به هیڅکله د قانون خلاف کار ونه کړي او هغه ملګري او دوستان، چي یې په کوم کرغېړن عمل اخته وي د ایله کېدو سره سم به یې مخنیوی وکړي او دوی ته به د ښه ژوند لاره وښیي.
هغوۍ زیاته کړه چي د مور، پلار، اولادونو او نورو دوستانو څخه لیري او د څلورو دېوالونو په دننه کي ژوند ډېر ګران دی او دې تنهایي ورته وښودله چي نور د ښه ژوند لاره اخیتار کړي.
د جمهور رئیس په فرمان کي د بندیانو د خوشي کېدو تر څنګ د ۲۲۱ تنو سیاسي او جنایي بندیانو په سزا کي هم کمښت راغلى