د کندهار والي محترم ډاکټر توریالی ویساصاحب!

 زه ستاسو اکاډمیک شخصیت او له علم و فرهنګ سره مينې ته احترام لرم او شخصاً زما سره مو له همېشني انساني برخورده منندوی یم او دا مې هم  هیله ده، چې د خلکو په خاطر زما یو شمېر قانوني څرګندونو ته غوږ ونیسئ.

 تاسو به هم خبریاست چې د سنبلې پر ۱۹- مه آزادۍ راډیو د نړیوالي نېشنل ورځپاڼې له خولې د کندهار یو ډېر خواشینوونکی او له وحشته ډک راپور خپور کړ او د کندهار اوسنی آرام وضعیت یې یو کاذب امنیت وباله، له بده مرغه چې دا په رشتیا سره هم یو تریخ واقعیت دی او ما په دې اړه یوه تفصیلي مقاله ولیکله، اوس دي له یوې دردوونکې قضیې خبروم، چې مخکې مې هم ددې قضیې یو شمېر جزیات خپاره کړي، هیله ده چې جدي سر په وګرځوئ.

او هغه هم په دې خاطر نه چې زه درته وایم، یا زما شخصي غرض پکښې نغښتی دی بلکې د وطن او خلکو د عزت مسله ده چې باور لرم، دغه عزت هم تاسو ته مهم دی، هم ما او هم هر بل وطنپرست ته، کیسه داسې ده:

۱۹ ـکلن هستي محمد، مشهور په غمي، د محمد حنیف زوی، د میرویس لېسې د لسم صنف شاګرد د ۱۳۹۲ کال د عقرب پر لسمه د کندهار د اتمي امنیتي حوزې له خوا د کوشني تښتوني په تور له یوه ډله نورو کسانو سره ونیول شو، اول د دغې حوزې د مسؤل جاجو له خوا، چې په ظلم او تشدد مشهور و، ۱۷ ورځې په حوزه کې بندي او تر سختو شکنجو لاندې و، جاجو تر سخت زجر وروسته له دغې ډلې تورنو کسانو څخه د اجباري اعترافونو یوه ویډیو واخیسته چې په هغه ویډيو کې د دغه هستي محمد اعتراف نشته او تاسو یې هم کتلای شئ.

 بیا هستي محمد د کندهار امنیه قوماندانۍ ته انتقال شو، دوې میاشتې هلته تر سختو نا انساني کړاوونو لاندې پروت و، وروسته د امنیه قومندانۍ، څارنوالۍ او محکمې په تفاهم  دغه شاګرد ته د ښاري محکمې د وثایقو د آمر عزیز احمد له خوا د جاجو د پولیسو په فرمایش یوه جعلي ګډه وډه وثیقه جوړه شوه، چې دی يې مجرم په ثابتاوه، او عجبه دا چې په وثیقه کې تورن د ۱۳۹۳کال د قوس پر ۱۶-مه نیول شوی او د وثیقې د جوړېدو نېټه تر نیول کېدو ۱۵ ورځې مخکې یانې د عقرب ۳۰-مه لیکل شوې ده او د ضرورت په وخت کې به یې رسنیو ته ور کړو.

 موږ یو شمېر ملګرې څارنوالۍ او ښاري محکمې ته ودرېدو او ورته و مو ویل چې دغه اسناد، شواهد، اعترافات، وثیقه او اقرارونه ټول ناقانونه متناقض او بې اساسه دي، هغه و چې دغه شاګردیې محبس ته واچاوه او ما مسلسل په کابل او کندهار کې له شناخته چارواکو سره دا مسله شریکوله چې باید دغه مسله په پټه خوله له قانون سره سم حل شي او ږغ مو سره پورته نه شي خو له بده مرغه د سنبلې  پر ۲۰ – مه د ښاري محکمې قاضي عبدالحلیم مسلم پر دغه بېوزله او بېګنا شاګردد ۱۵ کاله بند فیصله وایسته او هغه هم د قانون خلاف په پټه، په داسي حال کې چې په وارو-وارو یې د دغه مظلوم د بېګناهۍ خبره راته کړې وه او دده ستونزه دا وه چې ددغه بېګنا په بېګنا ثابتولو سره قاضي عزیز احمد د خیانت له سوال سره مخ کېدی چې ده پر کوم اساس د تورن د جرم وثیقه جوړه کړې وه؟

ښاغلی والي صاحب!

ما دغه قضیه ستاسو له مرستیال محترم عبدالقدیم پتيال سره هم شریکه کړه او دغه ټوله کیسه مې د پولیسو، څارنوالۍ او محکمې له خوا له ټولو جوړو شوو جعلي اسنادو سره ورته بیان کړه، هغه هم تعجب پر وکړ، هیله مې ځنې وکړه چې ستاسو سر ه یې شریکه کړې، نه پوهېږم چې تاسو به یې خبر کړي یاست که یا؟

تقریباً یو کال مې دا دی پوره کېږي داطلاعات و فرهنګ له رئیس ښاغلی دواخان مینه پال سره مسلسل په تماس کې یم، هغه چې د حقوقو فارغ التحصیل دی، وایې چې دا ظلم کېږي.

د ښاري محکمې له رئیس جناب عبدالحلیم مسلم سره په دوامدار په تماس کې وم، هغه هم بیا- بیا د عدالت اطمینان راکاوه، اخیر دغه د ده عدالت شو!

د ملي امنیت څارنوالۍ سره په غیرمستقیم تماس کې وم، جالبه دا ده چې څارنوالۍ د خپلو وروستیو تحقیقاتو په نتیجه کې برائت ورکړ او واضح یې محکمې ته ولیکل چې پولیسو د اصلي تورن پر ځای دغه بېګناه هستي محمد نیولی دی.

خو ددغې فیصلې په باب چا واضح دلیل وا نه ورېد، ځکه محاکمه او فیصله د قانون خلاف پټه وشوه.

جناب والی صاحب!

ډېر دي سر نه خوږوم، فقط یو هغه واضح حقیقت درته وایم چې زه پتیال، مینه پال، قاضي مسلم، څارنوالي، قومنداني او ډېر نور چارواکې او خلک په خبر دي، او تاسو ددغه علني خیانت په اړه پر دغو څو دلایلو ښه غور پر وکړئ.

یو- اصلي تورن فیض الله مشهور په غمي له خپل پلار عزیز الله سره  کوټي ته تښتېدلی دی، یو ورور یې رحمت الله له هستي محمد سره یو ځای نیول شوی او په محبس کې بندي دی، پولیسو د تښتېدلي غمي پر ځای هستي محمد مشهور په غمي نیولی دی، که دغه نیول شوی غمی اصلي تورن غمی وي نو باید د بندي رحمت الله ورور وي، تاسو یې سجل او سوانح وګورئ چې آیا دغه نیول شوی غمی او رحمت الله دواړه د عزیز الله زامن دي که یې پلرونه بېل دي؟

دوه- بل د څارنوالۍ په مخکنۍ صورت دعوه کې دغه نیول شوی غمی بېکاره، مجرد ښوول شوی، په داسې حال کې چې دی د میرویس نیکه لیسې د لسم ټولکی زده کوونکی او پسله وخته په میرویس مېنه کې د چرګانو په فارم کې مزدورکار او متاهلد یوه زوی خاوند دی.

درې- بله جالبه لا هم دا چې پولیسو تښتول شوی کوشنی په ارغنداو ولسوالی کې د اصلي تورن غمي د خور له کوره را ایستلی دی، په داسې حال کې چې دغه پساو شوی غمی په ارغنداو کې نه خور لري او نه کور.

څلور- او یوه بله عجبه هم دا چې پولیسو د غمي کور ضبط کړی دی اوس ړوند هم دا لیدلای شي چې دغه کور د کوم غمي دی؟

محترم والي صاحب!

د فرانسې مشهور قانونپوه او عالم مونتسکیو وایي:

«یوه ناحقه پرېکړه تر څو جنایتونو، ډېر تاوان و ویجاړتیا رامنځته کوي ځکه جنایت د ژوند ویاله او ناحقه پرېکړه د ژوند سرچینه چټلوي.»

په دغه قضیه کې هم د ژوند ویاله او هم یې سرچینه چټله کړه شوې ده ځکه هم جنایت شوی دی او هم ناحقه پرېکړه.

ښاغلی والي صاحب!

هیله ده، په دغه او هم نورو ورته خاینانه او ناروا موضوعاتو کې جدي غور وکړئ او سر په وګرځوئ،کنه تاریخ به مو پر سرونو د عادلانه قضاوت مېچنې وګرځوي.

ډاکتر ویسا صاحب!

 خدای دې وکړي، موږ ډېر مجبور نه شو چې اسناد، شواهد او نورې هغه خبرې میدان ته راوباسو چې زموږ او ستاسو ټولو د سپکاوي او شرم لامل ګرځي او ګټه یې د افغانستان دښمن وړي.

ستاسو د قانوني او معقول عکس العمل په هیله.

محمدیار- یار

۱۳۹۳/۶/۲۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *