خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ١٦٥

نېټه : ١٣٩٣-١-١٢

کندهار،افغانستان- د ملي امنيت د منسوبينو له لوري پرون غرمه دوولس بجې مهال ٢٠ حلقې ماينونه کشف او شنډ سوي دي.

ياد ماينونه د کندهار د بولدک ولسوالۍ د سبزيجاتو په يوه مارکېټ کي د مېوو په کارټنونو کي ځاى پر ځاى سوي ول، چي د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري د راپور پر اساس خنثى سول.

دغه راز افغان امنيتي ځواکونو د تېرو ٢٤ ساعته تصفيوي عملياتو پر مهال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دوې حلقې د پرسونل ضد ماينونه کشف او شند کړي دي. د دې تر څنګ يې په ياده ولسوالۍ کي د کلاشينکوف څلور شاجورونه او يوه دانه د کلاشينکوف پرتله هم نيولي دي.

د وطن او ملت دښمنان تل هڅه کوي چي په خلکو کي وېره خپره کړي، خو امنيتي ځواکونه پخپل ټول توان هڅه کړې او کوي چي د دوى هر ډول ناوړه او شوم اهداف شنډ او ولس د دوى له ظلمه خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *