خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١٠-٢٩

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست دوه  تنه ترهګر چي په کندهار کي يې هدفي وژني او تخريبي فعاليتونه سرته رسول، ونيول.

د عبدالهادي مشهور په بريالى دجانان زوى اصلي دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ او فعلي دکندهارولايت دسپين بولدک ولسوالۍ دنوې کلي اوسيدونکى او امير محمد مشهورپه امير آغا دارغنداب ولسوالۍ دناګهان دکلي او فعلي دکندهار ښار داتمي ناحيې اوسيدونکى.

ياد دوه تنه چي غوښتل يې په کندهار ښار او ولسواليو کي چرکي، تخريبي او د دولت پر ضد فعاليتونه وکړي، خو د کندهار د ملي امنيت رياست د ويښو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چې د هدفي وژنو او ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چې د شپې او ورځې د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *