خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١-١٨

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت په ښار او ولسواليو کي د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کي ٣٥ ځلي عمليات کړي، چي د دريو قومندانانو په ګډون يې ۸۶ تنه وسله وال مخالفين نيولي دي. 

ياد درې قومندانان هر يو اخترمحمد، محمدنادر او عبدالعزيز نومېږي. دغو وسله والو غوښتل چي د ټاکنو په ورځ په ښار او ولسواليو کي خونړي بريدونه وکړي، خو د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري ونيول سول. 

دغه راز درې تنه چي ځانمرګي بريدونه يې طرحه او رهبري کول، هم نيول سوي. له دغو کسانو سره يې چي سردارولي، عثمان او قادرجان نومېږي، يوه عراده سراچه ډوله موټر، ٦ عرادې موټرسايکلان او ٢٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي نيولي دي. 

ملي امنيت د کندهار په مختلفو سيمو کي د عملياتو پر مهال ٦ ميله کلاشينکوفونه، ٤ ميله توپنچې، ٥ پايې مخابرې، ١ يوسوب د ځانمرګي واسکټ، ٢٤٥ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، يو شمېر پټاکۍ او ريموټ کنټرولونه، ٢٢٥ فيره د سپکو وسلو مهمات، ٤٥ فيره د راکټ مرمۍ، ٤٥ حلقې بېلابېل ډول ماينونه او ١٢ فيره راکټونه کشف او لاسته راوړي دي.

د کندهار ملي امنيت رياست د رسنيو له ټولو استازو او مسوولينو څخه مننه کوي چي په ډېر حساس وخت کي يې امنيتي سرښندني او لاسته راوړني د خلکو تر غوږونو رسولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *