خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٥-٦-١٥

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري درې  تنه ترهګر چي د کندهار ولايت په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى،  احمد شاه مشهوره په قاري عبدالسلام دمولوي ګل محمد زوى اصلي او فعلي دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه اوسيدونکى،قاري عصمت الله دمحد صادق زوى  او عبدالغفور دعبدالباقي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دنيش ولسوالۍ د دادو دکلي اوسيدونکي .

يادو کسانو د کندهار او هلمند ولايتونو دلويې لارې په مسير کي ا وترڅنګ يې دکندهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کي دسړک غاړي ماينونه ځاي پر ځاي کول او همدارنګه  وخت ناوخته دامنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو باندي وسله وال بريدونه کول ،چي دملي امنيت منسوبينو له لوري دموثقو اوپراتيفي معلوماتو په نتيجه کي نيول سوي ،دغو ترهګرو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *