مسلسله شمېره: ٢٣٤

نېټه: ١٣٩٣-٢-١٦

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري ٦ تنه چرکيان او ترهګر چي د کندهار په عينو مېنه کي يې د ځانمرګو بريدونو پلان درلود، ونيول سول.

ياد کسان نيول سوي کسان محمود د جان محمد زوى چي د دې ډلي قومندان، مطيع الله مشهور په اغاجان د اسماعيل شاه اغا زوى د ډلي مرستيال، دولت د اخترمحمد زوى د اکمالاتو مسوول، فضل محمد مشهور په احسان الله د عطا محمد زوى، عبدالغفار مشهور په اکا د محمودخان زوى او حکمت الله د عبدالرزاق نومېږي.

دغو ترهګرو د د پاکستان د استخباراتي ادارې په لارښوونه غوښتل چي د کندهار په عينو مېنه ښارګوټي کي ځانمرګي بريدونه وکړي، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول سول.

د ملي امنيت له لوري له يادو ترهګرو سره يو سوب انتحاري واسکټ، يو عدد ريموټر کنټرول، دوه عدده پټاکۍ او درې عرادې موټرسايکلان نيول سوي دي.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *