خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-١٢-١٣
کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري څلور تنه ترهګر چي د کندهار ولايت په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، محمد عاقب داحمد آخند زاده زوى اصلي دهلمند ولايت دکجکي ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار د درېيمي ناحيې اوسيدونکى،شريف الله دګلالي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکى ، محمد عمر د آغا محمد زوى او عصمت الله دنعمت الله زوى اصلي او فعلي د ميوند ولسوالۍ دخوګيانو دکلي اوسيدونکي.
يادو ترهګرو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او خونړي بريدونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي ونيول سول.
دغو ترهګرو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.