خبرپاڼه
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست درې تنه ترهګر چي په کندهار کي يې هدفي وژني او تخريبي فعاليتونه سرته رسول، ونيول.
مسعود د عبدالهادي زوى، پلرنى ټاټوبى يې کندهار، خو اوس په کوټه کي اوسېدى، نادرشاه مشهور په سورکي د عبدالرؤف زوى د ارغنداؤ اوسېدونکى او عبدالعلي د اغاجان زوى د پنجوايي ولسوالۍ د مشان کلي اوسېدونکى دى.
ياد درې تنه چي غوښتل يې په کندهار ښار او ولسواليو کي چرکي، تخريبي او د دولت پر ضد فعاليتونه وکړي، خو د کندهار د ملي امنيت رياست د ويښو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.
له دوى سره ٢ ميله کلاشينکوفونه او دوې ميله توپنچې هم نيول سوي دي. دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.