خبرپاڼه

مسلسله شمېره: ٣٦٣

نېټه: ١٣٩٣-٦-٣١

کندهار،افغانستان-  د کندهار ملي امنيت رياست ٦تنه وسله وال ترهګر، چي په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه،ونيول.

 دنيول سوو کسانو هويت په دي ډول دي نثار احمددحاجي محمد حسن زوى دکندهار ولايت دشپږمي ناحيې اوسيدونکى،حکمت الله دمحمد سليم زوى دکندهارو لايت دواومي ناحيې دمير بازار اوسيدونکى،بشير احمد دګل محمد زوى اصلي دکندهار ولايت دڅلورمي ناحيې او فعلي دکندهار ولايت ددوهمي ناحيې اوسيدونکى، نورعلي دحاجي محمدزوى  دارغنداب ولسوالۍ دخواجه ملک دکلي  اوسيدونکى او عبدالنافع دنور احمد زوى دارغنداب ولسوالۍ او سيدونکى .

يادو ٦ تنو ترهګرو د کندهار ولايت په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز ترورستي  او انفجاري فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.

دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

 

وسله وال مخالفين هڅه کوي چې دخپلو ظا لمو بادارانو دخوشحاله کولو لپاره غير اسلامي او غير انساني اعمال تر سره کړي ، او زموږ بيګناه افغانان دغم پر ټغر کښينوي، خو د ملي امنيت دويښو او بيدارو منسوبينو له لوري هميش ددوى ترهه سوي پلانونه دخنډ او ځنډ سره مخ سوې دي  ،او دافغانانو دژوند دساتني لپاره شپه او ورځ خپلي هلي ځلي کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *