خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٤-٥-٨

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري ٧ تنه ترهګر چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې چريکي او انفجاري فعاليتونه کول، ونيول سول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى،حسين شاه آغا مشهور په مولوي آغا او مهاجر دحاجي شاګل آغا زوى اصلي د دامان ولسوالۍ دقادر جان دکلي او فعلي دکندهارښار دپنځمي ناحيي اوسيدونکي  يا د اووه کسېزه ډله دحسين شاه آغا مشهوره په مهاجر  تر مشرۍ لاندي په کندهارښار کي زيات شمير دولتي کسان په شهادت رسولي او يادي ډلي پلان درلود چي دکوچني اختر په شپو او ورځو کي په ښار کي ترورستي او ترهګريز فعاليتونه تر سره کړي او يو شمير دولتي کسان خپل هدف وګرځوي ،چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري تر کشف او تثبيت وروسته ونيول سول.

 ياد نيول سوي کسان پر خپلو جرمونو اعتراف کړ ى دى او له دوى څخه ٢٥ عدده  دماين ريموټ کنترولونه ،٢٥ کيلوګرامه امونيم نايتريت ،٤٠ متره ثانيه سوز لاين ،درې کړۍ ماينونه ، شپږ عدده دماين پټاکۍ،دووه فيره دراکټ مرمۍ تر لاسه سوي دي .

وسله وال ترهګر د روژې په دې مبارکه مياشت کي هم هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *