نېټه: ١٣٩٣-٢-٨

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري ٧ تنه چرکيان او ترهګر چي په کندهار ښار او ولسواليو کي يې تخريبي اعمال ترسره کول، ونيول سول.

يادو ٧ کسانو د کندهار ښار او ولسواليو په مربوطاتو کي چي پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى، تخريبي او ترهګريزي کړني سرته رسولې، چي د ملي امنيت رياست له لوري د تېري اوونۍ په اوږدو کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال ونيول سول. ملي امنيت رياست ياد کسان د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي دي.

ملي امنيت ځواکونو له دغو کسانو سره ٤ ميله کلاشينکوفونه، ٢ ميله پيکا ماشيندار، ٢ ميله ٣٠٣ سبرتوپک، ١٠ عدده د کلاشينکوف شاژورونه هم نيولي دي.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د هدفي وژنو او ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *