خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٦-٢٣

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٧ وسله وال ترهګر، چي په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، نصرت الله د عصمت الله زوى، د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى، محمد عوض د عطامحمد زوى، محمد ويس د محمد عثمان زوى، د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د موشان کلي او فعلي د ٧مي ناحيې اړوند د ميرويس مېني اوسېدونکى، محمد ولي د عبدالسلام زوى، د پنجوايي د موشان کلي اوسېدونکى، عبيدالله د امين الله زوى، اصلي د شپږمي ناحيې اړوند د محله جات اوسېدونکى او فعلي د سرپوزې اوسېدونکى، عطاء الله د اسدالله زوى، اصلي د پنجوايي او فعلي د ميرويس مېني اوسېدونکى او محمد ادريس د عبدالسلام زوى، اصلي د ډنډ ولسوالۍ او فعلي د پاکستان د کراچي اوسېدونکى دى.

يادو ٧ تنو ترهګرو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او انفجاري فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.

دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *