خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٦-٨
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست پنځه وسله وال ترهګر، چي په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، قدرت الله دحاجي عبداالشکور زوى اصلي دکندهارولايت دڅلورمي ناحيي اوسيدونکى او فعلي د اوومي ناحيي دمير ويس مېني اوسيدونکى،مسلم آغا دهستي محمد زوى او بابى دمحمد عارف زوى دکندهار ښار دپنځمي ناحيي اوسيدونکى،عبدالرحيم دعبدالنقيت زوى اصلي د ډنډ ولسوالۍ او فعلي دپنځمي ناحيي اوسيدونکى او رحمت الله دعبدالکريم زوى اصلي او فعلي دارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي .
يادو پنځه تنو ترهګرو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او انفجاري فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.
دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.