خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٦-١٣

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري ٤ تنه ترهګر چي د کندهار په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه کول، ونيول سول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، بشيراحمد د بورمحمد زوى، د ارغنداؤ ولسوالۍ د خالېشک کلي اوسېدونکى، دامهال د ښار په ميربازار سيمه کي اوسېدى. فدا محمد د شاه محمد زوى، د اتمي ناحيې اوسېدونکى دى. ابراهيم اغا مشهور په پاينده محمد د غني جان اغا زوى، د پنجوايي ولسوالۍ د زلخان کلي اوسېدونکى دى. کفايت الله د نورالهادي زوى، د زابل د دايچوپان ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

يادو ٤ تنو ترهګرو د کندهار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او انفجاري فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.

دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *