خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۲۳

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ تنه ترهګر چي په بېلابېلو چاودنو او ترورونو کي يې لاس درلود، ونيول.

د يادو ترهګرو هويت په دې ډول دى، محمد امين د حاجي ملنګ زوی او حضرت شاه د محمد جمعه زوی، د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د باغکي سيمي اوسېدونکي او عبدالله مشهور په فر��اد د عبدالاحد زوی اصلي د اروزګان او علي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

يادو کسانو په کندهار ښار او ولسواليو کي ټروريسټي او تخريبي فعاليتونه ترسره کول چي د کندهار د ملي امنيت رياست د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ونيول سول.

له دوی سره ۴ کلاشينکوفونه، يو ار پي جي راکټ، ۹۰ بېلابېلي مرمۍ، ۲ مخابرې او ۴ د کلاشينکوف شاژورونه نيول سوي دي.

نوموړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا يې منلې چي په کندهار ښار او ولسواليو کي يې تخريبي فعاليتونه سرته رسول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *