خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۶-۲۹

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست هغه ۳ ترهګر ونيول چي په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود.

يادو درو ترهګرو د هلمند په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود.

دوی د هلمند د ځينو ولسواليو په هغو لارو کوڅو کي چي عامو خلکو تګ راتګ ورباندي کاوه، ماينونه ايښودل او عام خلک يې له ستونزو سره مخ کول.

د کندهار د ملي امنيت ويښو منسوبينو موضوع تعقيب کړه او تر تثبيت وروسته يې ياد ترهګر د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول. يادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو هويت يې بايد د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *