خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۸-۲
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست هغه ۵ ترهګر ونيول چي په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود او پر لويو لارو يې امنيتي ځواکونو ته کمينونه نیول.
يادو ۵ ترهګرو د کندهار په مختلفو سيمو کي د امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله وال بريدونه کول او د کندهار-روزګان پر لويه لار يې امنيتي ځواکونو ته کمينونه نيول.
دغو ترهګرو په ځينو ولسواليو کي له عامو خلکو او کروندګرو څخه په زور د عشر او زکات په نامه پيسې اخيستې او خلک يې ځورول. دغه ترهګر اصلاً د کندهار د ۵ او ۶ ناحيو اوسېدونکي دي.
د کندهار د ملي امنيت ويښو منسوبينو موضوع تعقيب کړه او تر تثبيت وروسته يې ۵ واړه ترهګر د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول. يادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو هويت يې بايد د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي.