خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۹-۲۳

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست هغه ۶ ترهګر ونيول چي په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو کي يې لاس درلود او په کندهار او زابل کي يې پر امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بريدونه کول.

يادو ۶ ترهګرو د کندهار او زابل ولايت په بېلابيلو سيمو کي پر امنيتي پوستو، اکمالاتي کاروانونو او نورو دولتي ودانيو ډله ييز بريدونه کول او پر لارو يې د امنيتي موټرانو کاروانونو ته کمينونه نيول.

دغو ترهګرو په ځينو تخريبي پيښو کي مستقيم او ځينو کي غيرمستقيم لاس درلود چي د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له خوا تر تثبيت وروسته ونيول سول.

د کندهار د ملي امنيت ويښو منسوبينو موضوع تعقيب کړه او تر تثبيت وروسته يې ۶ واړه ترهګر د ځانګړو عملياتو په پايله کي ونيول. يادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی، خو هويت يې بايد د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *