خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۱۰-۱۱

کندهار، افغانستان- د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشري نن سهار په ولايت مقام کي د کندهار مېشتو خبريالانو د مصؤنيت په موخه کمېټه جوړه سوه.

د ملي امنيت شورا د سټراټيژيکو اړيکو د رياست له خوا په ټولو ولاياتو کي د خبريالانو د مصؤنيت په موخه کمېټې جوړي سوې چي د عمومي کمېټې مشري يې په کابل کي د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش پر غاړه لري. په هر ولايت کي مرستيال والي، د ولايت مقام د مطبوعاتو مسئول، د اطلاعات او فرهنګ رئيس، د کورني او بهرني امنيت د جرايمو په وړاندي د مبارزې د څارنوالۍ رئيس، د امنيه قومندانۍ، ملي امنيت او قول اردو د مطبوعاتو مسئولين او د رسنيو ۳ خبريالان د دې کمېټي غړي دي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د خبريالانو کاري او ځاني امنيت مهم وباله او ويې ويل چي حکومت د عامو وګړو تر څنګ د خبريالانو د خونديتوب دنده پر غاړه لري. د نن غونډه په همدې موخه جوړه سوې ده چي د خبريالانو کاري او ځاني خونديتوب تامين سي.

هغه زياته کړه: زموږ هدف دا دی چي د خبريالانو هر ډول کاري او ځاني امنيت خوندي کړو او دوی ته دا زمينه برابره کړو چي هر ډول قضاياوو ته لاسرسی ولري. دغه کمېټه کولای سي چي د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي ټولي ناڅېړل سوي دوسيې هم وڅېړي.

دا لومړی ځل دی چي په ولايتونو کي د خبریالانو د مصؤنيت په موخه کمېټه جوړيږي او د دوی په وړاندي د ناامنۍ او تاوتريخوالي ټول موارد به څېړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *