د کندهار نوی والي

له اوږد انتظار وروسته کندهار ته نوی والي د يوې پراخي غونډي په ترڅ کي معرفي او په کار يې شروع وکړه.

يوه اوونۍ پوره سوه، چي لا تراوسه د مبارکۍ لپاره ډلي ډلي کسان ولايت مقام ته ورځي، نوي والي ته لنګۍ ورتړي او د ملاتړ لپاره يې ځيګرونه ټکوي.

داسمه ده، چي کندهار د هيواد په کچه د پوهني، پرمختګ، مدني فعاليتونو او نورو نېکمرغيو مرکز و، ځکه دلته پاچاهي او د خلکو مهربان مشران له خلکو سره يوځای اوسېدل، ليکن له بده مرغه اوس د پخوا په پرتله کندهار ته يوازي هغه پخوانی نوم پاته دی،تپل سويو پرديو جګړو له دې ولايت څخه ډېري ښېګڼي پردۍ کړي دي.

کندهاريان دغه حالت ويني او سخت ځوريږي، خو هغه پښتو متل دی، چي: ( تشه لاسه! ته مي دښمن يې.) رښتياهم په يوازي سر او تشو لاسونو د پرمختګ پرلور ګام اخيستل خورا له ستونزو ډک او ستونزي پرځان زغمل د هرچا په توان نه ده پوره.

نوی والي صاحب ! ستاسي راتګ ته له ښه راغلاست ويلو سره سم ددې خبري يادونه هم کوو او هغه دا، چي کندهاراو کندهاريان لومړی خدای(ج) او بيا تاسي ته د اميد سترګي نيولي، چي د حالاتو بدلولو زمينه به ورته چمتو کړی.

ستاسي د معرفۍ په ورځ مي ستاسي ژمني هم په ياد دي، خو داسي ژمني کندهاريانو په دې څوارلس کاله کي خورا ډيري اورېدلي دي، ليکن ددوی بنسټيزي ستونزي لا تراوسه پرځای پاته دي، يوازي ځيني کارونه سوي دي، چي هغه ددومره زياتو مرستو او د کندهار د مهمووالي په مقايسه د ياوولو وړ نه دي.

والي صاحب! تاسي يوازي په ولايت مقام کي دننه د رنګا رنګ ګلونو او پراخ خواپاکي چاپيريال سره ټول ولايت څه، چي کندهارښار اود ښار داڅلور مهم بازارونه لاهم مه پرتله کوی.

په دې يوې اوونۍ کي به مو د برېښنا ستونزه ښه زړه ته لوېدلې وي، تاسي خو لاښه ياست جنراټور او نور وسايل لری، خو د ښار دننه داسي کورونه سته، چي کوچنيان او د زاړه عمر غړي يې له ګرمۍ يې خوب نه سي کولای.

دابه نو په ليري پرتو ولسواليو کي څه حال وي ؟ !

ناامني دزرهاوو کسانو وزګارتيا، په نشيي توکو تر سل زره د زياتو روږدوکسانو موجوديت، ولسواليو ته غزېدلي وران سړکونه اوپلونه، د اوبو ويجاړ بندونه، ښوونکو اودولتي مامورينو ته نه پاملرنه، د روغتيايي مرکزونو کمووالی، د مور او ماشوم مړينه، ځنډېدلي تنخواګاني، د قبرونو، تاريخي ځايونو او مقدسو امکانو ترخېټه لاندي کول، د کونډيانو، يتيمانو، معلولينو ږغ نه اورېدل، روانه جګړه، لوږه فقر، نژدې د سل فابريکو او د لسګونو مکاتبو تړلي دروازې او داسي نوري ستونزي هغه څه دي، چي په دغه ولايت کي يې د خلکو ژوند تريخ کړی دی.

والي صاحب! هغه ورځ به تاسي بريالي ياست، چي د ځينو محدودو کسانو ستايني ته د غوږنيولو پرځای د عام کندهاريانو ږغ واوری، که امکان ولري، د ولايت دروازه د ولس پرمخ خلاصه کړه.

د کندهاريانو د سرونو پرځای، د کندهاريانو پر زړونو حکومت مهم دی، ستاسي نوم به د کندهار د واليانو په تاريخ کي هغه وخت په زرينو کرښو وليکل سي، چي ترخپله وسه له کندهاريانو سره د يادو ستونزو په حل کولو کي هڅه وکړی.

کندهاريان ستاسي افغاني اخلاص ته اړتيا لري او هرچا، چي دغه اړتيا ور پوره کړې ، نو نوم او نښان يې په نړۍ کي ځلېدلی، هم خدای(ج) اوهم خلک ورڅخه راضي سوي دي.

که فکر وسي داسي رضايت ددنيا او اخرت د ښېګڼو سرمايه ده.

په همدې هيله تاسي ته يوځل بيا ښه راغلاست وايو.

07 – 05 – 2015

2 thoughts on “د کندهار نوي والي ته !! / محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. ډیری خکلی خبری خدای ج دوکړی چی ولی یی ولولی او عمل پری وکړی.

  2. سپیڅلې صاحب !
    خدا ی ج دی وکړي چي کندهار ته یو څوک خدمت وکړي کله چي کرزی صاب جوړ نه کړې خدا خبر چي بل څوک به یې در جوړ کړی. نو دا ډبره بنده بولم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *