تاند- کندهار والي امنیتي اورګانونو ته امر وکړ چې نور د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد تهاجمي دریځ خپل کړي.
د کندهار والي محمد همایون عزیزي نن /چهارزشنبه/ د ولایت د امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل، د کشفي ادارو تر دقیقو معلوماتو وروسته ترهګرو ته مخکې تر دې چې هغوی اقدام وکړي، کاري ځواب ورکړئ ځکه چې تهاجمي دریځ ګټه لري.
د کندهار والي امنیتي چارواکو ته د تهاجمي دریځ د خپلولو امر په داسي حال کې وکړ، چې د کندهار په ګاونډي ولایت هلمند کې جګړې اوج ته رسېدلي او دا وېره پیدا شوې چې ممکن د ولایت مرکز سقوط وکړي.
د پوځي او امنیتي چارو اکثره کتونکي وايي، د هلمند وضعیت د دې لپاره دومره خراب شو چې امنیتي ځواکونو تهاجمي دریځ نه درلود، په داسي حال کې چې طالبانو د کوکنارو حاصل ټولاوه، دوی ورته لاس تر زنې ناست ول.
د کندهار والي د امنیتي اورګانونو مشرانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپل منځ کې همږغي ډېره کړي، د امنیتي ځواکونو اکمال او تجهیز ته پاملرنه وکړي او خپل پرسونل تل وڅاري.
کندهار په نسبي ډول د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې تر ټولو امن دی.