تاند- په افغانستان کې د چین سفیر (Deng Xijun) نن /سکشنبه/ کندهار ته لاړ او د کندهار له ولایتي چارواکو سره یې د چین او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې.

د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې سفیر له سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو او مشرانو سره په کتنه کې کندهار یو تاریخي ولایت وباله، ویې ویل چې دې ولایت ته د دې لپاره په دوه ورځني سفر تللی چې د هغه د ستونزو جاج واخلي او د مرستې لپاره یې لارې ومومي.

د چين سفير ډينګ زيجنګ افغانستان د چین دوست هيواد وباله، ويې ويل د چين ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی. که په افغانستان کي امنيت او ثبات وي، چين به خامخا ورڅخه اغېزمن وي.

ده همداراز وویل:«د افغانستان او چين راتلونکی له يو بل سره تړلی دی. موږ د افغانستان لپاره څرګنده پاليسي لرو. موږ د افغانستان ثبات غواړو او د دې ملاتړ کوو چي افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي.»

په افغانستان کې د چین سفیر وویل، هیواد به یې ۵۰۰ افغان محصلانو ته په چین کې د زده کړو لپاره د سکالرشیپونو د ورکولو ترڅنګ تر ۲۰۲۰ م کال پوري ۳۰۰۰ افغان دولتي کارکوونکي وروزي څو د حکومت د ظرفیت له لوړولو سره مرسته وشي.

کندهار ته د چین د سفیر د سفر په اړه د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلي د چین سفير د افغانستان ثبات د چین ثبات وباله او ژمنه يې وکړه چي له کندهار سره سوداګريزو اړيکو ته پراختيا ورکوي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د چين له سفير څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی او غواړي له دغه ولايت سره اړيکي پياوړي کړي. والي وويل کندهار د افغانستان په سطحه يو له هغو ولاياتو څخه دی چي له چين سره زياتي سوداګريزي اړيکي لري. نوموړي وغوښتل چي چين په کندهار کي د سوېل لوېديځي حوزې لپاره کونسلګري پرانيزي، څو د تجارتي اړيکو په برخه کي اسانتياوې رامنځته سي.

کندهار والي وويل، کندهار يو زراعتي ولايت دی او د عوايدو زياته برخه يې زراعت تشکيلوي، خو دغه ولايت لا هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی، په داسي حال کي چي کندهار په ټولو موسمونو کي ښه لمر لري او د لمريزي برېښنا لپاره تر ټولو وړ ولايت دی. نوموړي له چین څخه وغوښتل چي د لمريزي برېښنا په برخه کي همکاري وکړي.

ښاغلي عزيزي زیاته کړه، د کندهار ډېری ځوانان علاقه لري چي په چين کي لوړي زده کړي وکړي او د چين له تعلیم او تجربو څخه ګټه واخلي. نوموړي هيله وښوده چي دغه هيواد کندهاري ځوانانو ته تعليمي بورسونه ورکړي. والي وويل که چین په تعلیمي، روغتيايي او نورو پرمختيايي برخو کي غواړي مرستي وکړي، نو ولايتي اداره به هر ډول اسانتياوي او ورته مهيا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستيال حاجي محمد يونس مهمند د افغانستان او چين پر سوداګريزو او سياسي اړيکو وږغېد او افغانستان يې د سيمي په کچه د چین يو نژدې دوست وباله. نوموړي وويل له څه باندي نيمي پېړۍ راهيسي د افغانستان او چين سياسي او رسمي اړيکي پيل سوي چي تر دې مهاله يې له افغانستان سره ډېري مرستي کړي دي. نوموړي د چین له مرستو څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چي دغه هيواد په کندهار کي خپله کونسلګري پرانيزي. مهمند وويل د کندهار سوداګر اماده دي چي د خصوصي سکټور په برخه کي ګډه پانګونه وکړي، چي مهم يې توليدي برېښنا او د سمېټو د فابريکې فعالول دي. نوموړي هيله وښوده چي په دې اړه له چين څخه يو ګډ هيئت کندهار ته سفر وکړي او د دغه ولايت له سوداګرو سره وګوري.

د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د چين له سفير څخه وغوښتل چي د روغتيا په برخه کي يو مسلکي هيئت کندهار ته سفر وکړي او دوی خپلي ټولي اړتياوي ورته په ګوته کړي. هغه زیاته کړه ميرويس روغتون د ګرمېدلو، د اکسېجن د توزيع سيسټم، امبولانسونو او عصري وسايلو ته اړتيا لري. نوموړي هيله وښوده چي چين په دې برخو کي مرسته وکړي.

د برېښنا رئيس سيدرسول د لمريزي برېښنا د اړتيا تر څنګ وويل چي د دهلې له بند څخه ۱۰ مېګاواټه برېښنا توليدېدای سي، خو که د دهلې بند پاک کاري او بند يې لوړ سي، نو له دهلې څخه ۲۲ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کېدای سي. نوموړي د برېښنا په اړه هر اړخيز مالومات وړاندي کړل.

One thought on “د چین له سفیره په کندهار کې د کونسلګرۍ د جوړولو غوښتنه وشوه”
  1. واقعا كندهار يو تاريخي ولايت دي اوكندهاريان دير غيرتي اولس دي خو تعليم ته كمه توجه كوي حكومت ته لازمه ده جه دكندهار دخلكو تعليم ته شه توجه وشي اونوري اسانتياوي ورته برابري سي خو فه تيرو ١٤ كلونوكي ديره كمه توجه ًورته سويده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *