تاند – د جنوبي ولایت کندهار په نننۍ پېښه کې چې پخوا ترې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژنې خبر خپور شوی وو، د دغه ولایت والي زلمی ویسا او د ملي امنیت رییس هم وژل شوي دي.

تر دې مخکې د والي او د ملي امنیت د رییس د ټپي کېدا خبرونه خپاره شوي وو.

واشنګټن پست د ولسي جرګې د غړي خالد پښتون له قوله لیکلي، چې په پېښه کې درې جیګپوړي حکومتي چارواکي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په نننۍ پېښه کې چې طالبانو یې پړه پر غاړه اخیستې او رسنۍ یې داخلي نښته بولي د جنرال رازق څو تنه ساتونکي هم ټپان شوي دي.

جنرال رازق تېره اونۍ له طالبانو څخه وغوښتل چې په شورابک او سپین بولدک ولسوالیو کې دې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جنګ کې د پاکستاني ځواکونو په ننګه له جنګ نه لاس واخلي.

دا نښته په داسې حال کې شوې چې ویل کیږي د کندهار چارواکو په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر سره له انتخاباتو څخه مخکې د سیمې د امنیت په هکله غونډه لرله او غونډه پای ته رسېدلې وه.

په افغانستان کې د ایتلافي قواوو خبري ادارو ویلي چې میلر نه دی ټپي شوی او له سیمې څخه په خپله الوتکه کې الوتی دی.‌

د پېښې په هکله د تاند د مخکیني راپور لپاره کلېک کړئ.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *