کندهار پریس کلب د نی یا په افغانستان کي د ازادو رسنیو د ملاتړي ادارې  د هغه پریکړي ملاتړ کوي چي په سرينا هوټل کي يې د يوه افغان خبريال سردار محمد  د وژل کېدو پهعکس العمل  کي له رسنیو غوښتي چي د دوو اوونیو لپاره د طالبانو په تړاو خبرونه خپاره نه کړي .

 د مرحوم سردار محمد وژل کېدل د مطبوعاتو د کورنۍ لپاره دردوونکې او خواشنونکې پېښه ده .

کندهار پریس کلب د سردار محمد وژنه غندي او یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو ږغ  کوي چي د بې طرفه خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي .

 په درنښت

د کندهار پریس کلب اداره .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *