تاند- د کندهار د معروف ولسوالۍ د ولسوال پر دفتر په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

د کندهار د والي ویندوی وايي، دا برید تېره شپه د یوه ټانک په وسیله وشو.

ضیا درانی وايي، دا ټانک په اصل کې د افغان امنیتي ځواکونو و چې د طالبانو لاس ته ورغلی و. ده دا هم وویل چې په ټانک کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د ولسوالۍ مرکز یې هم نیولی دی.

معروف د کندهار له مرکزه لېرې د پاکستان په پوله کې پرته ولسوالي ده.

په کندهار کې چارواکي د طالبانو دوهمه ادعا یعني د دې ډلې له لوري د معروف ولسوالي د نیولو خبره ردوي خو وايي چې د ولسوالي په شاوخوا کې جګړه روانه ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه د طالبانو له حملې وروسته د دې ډلې پر غړیو هوايی بمبارۍ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *