تاند- د کندهار په میرویس روغتون کې د نن ورځې د تروریستي حملې په ترڅ کې دوه انتحاریان او یو امنیتي ساتونکی ووژل شول.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي، حمله کوونکو تروریستانو، چې د پایوازانو په نوم د روغتون عاجل وارد ته ننوتي ول، غوښتل چې د کندهار پر مرستیال والي برید وکړي.

ده وویل چې یو ترهګر په لومړیو شېبو کې خو دوهم له یو ساعت مقاومت وروسته ووژل شو.

تراوسه پوري کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

لومړنی خبر

د کندهار پر میرویس روغتون انتحاري ترهګرو برید کړی

تاند- راپورونه وايي چې لږترلږه ۲ انتحاري ترهګرو په کندهار ښار کې پر میرویس روغتون حمله کړې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، انتحاریان روغتون ته ننوتي او اوس له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله بوخت دي.
څرګنده نه ده چې تروریستانو پر روغتون ولي برید کړی دی.

په دغه روغتون کې، چې په جنوب لوېدیځه حوزه کې تر ټولو ستر روغتون دی او د ۵ ولایتونو ناروغان ورته راځي، په جګړه کې ڼپي شوي امنیتي سرتېري هم تداوي کېږي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وویل چې امنیتي ځواکونو دواړه تروریستان له منځه وړي دي.

د خپلواک په وینا، حمله کوونکو تروریستانو، چې د پایوازانو په نوم د روغتون عاجل وارد ته ننوتي ول، غوښتل چې د کندهار پر مرستیال والي برید وکړي.

ده وویل چې یو ترهګر په لومړیو شېبو کې خو دوهم له یو ساعت مقاومت وروسته ووژل شو.

تراوسه پوري کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او دا هم لا څرګنده نه ده چې په دې حمله کې له ترهګرو پرته ناروغانو یا د هغو پایوازانو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.

د کندهار د والي ویندوی وايي چې په برید کې یو امنیتي ساتونکی ژوبل شوی دی.

One thought on “د میرویس روغتون تروریستي حمله د ترهګرو په مرګ پای ته ورسطده”
  1. ځناور هر وخت ځناور وی هیڅکله تر هم انسان نه شی جوړیدی
    الله مو هلاک کړه وحشیانو د لوی اختر بختوره ورځ مو نن په هیوادوالو تورتم کړه او هغوی مو د غم په ټغر بیا کینول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *