د کندهار نوی والي

نېټه: ١٣٩٤-٢-٢٢

کندهار، افغانستان- په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو يو ځل بيا  د غيراسلامي او غيرانساني عمل په ترسره کولو سره زموږ يو شمېر بېګناه افغانان شهيدان او زخميان کړل.

انالله وانا اليه راجعون

نن سهار٩:٤٥ نهه بجې او پنځه څلويښت دقيقي دکندهار ولايت دمعروف او ارغستان ولسواليو په صفري نقطه دوان او توري په سيمه کي دملکي خلګو پر موټر دوسله والو مخالفينو له لوري دسړک غاړي ځاى پر ځاى سوى ماين چاودنه کړي چې په نتيجه کي پنځه تنه شهيدان سوي او ديوي ميرمني په ګډون درې تنه زخميان سوي چې زخميان ددرملني په موخه ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال سوي .

د وطن د دښمنانو دا اعمال چي په تېرو ١٤ کلونو کي يې د افغانانو ويني وزبېښلې، نور دې ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه. د دوى دغه ډول اعمال چي هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران شهيدانوي، نه په دين کي ځاى لري، نه په انسانيت کي. دوى نه يوازي له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکي د ټول ملت په مقابل کي ولاړ دي او دا دى هره ورځ وينو چي بېګناه افغانان شهيدانوي او له منځه يې وړي. دوى پخپلو دې اعمالو ملت ته خپل حيوانيت او بربريت ښيي.

د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي دي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.

زه دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.

کندهار ولايت مقام شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي او ټپيانو ته د عاجلي شفاء او دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *