تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په جلا جلا پیغامونو کې د کندهار پېښه په کلکه غندلې ده.

د پاکستان صدراعظم په یوه مفصل پیغام کې د کندهار د پنجشنبې د ورځې حمله تروریستي بللې او د پاکستان امنیت یې د افغانستان له امنیت او سولې سره تړلی دی.

عمران خان په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي:

«له ولسمشر غني، د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي کوو او ورته لاس په دعا یوو.»

له دې جلا د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې صدراعظم د کندهار حمله، چې قیمتي انسانان پکې ووژل شول، په کلکه غندي.

ده همداراز ویلي، د افغانستان خلک او امنیتي ځواکونه د سولې د دښمنانو د پر له پسې بې ثباتۍ او ګواښونو له لاسه لویه بیه پرې کوي.

صدراعظم همداراز ویلي، پاکستان د تلپاتې سولې او ثبات په هڅه کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ملګری دی.

عمران خان دا هم ویلي، افغانستان د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. پاکستان هم د خپلو انتخاباتو په ترڅ کې له ورته بریدونو سره مخامخ و او ځکه د افغانانو درد احساسولی شي.

د جنرال قریشي پیغام

د صدراعظم عمران خلاف د اوږدو څرګندونو او غمرازیو خلاف د پاکستان د پوځ لوی درستیز، چې افغانان یې د طالبانو د مشرانو کوربه او اصلي ملاتړ کوونکی بولي، په یوه لنډ ټویټري پیغام کې د کندهار پېښه غندلې او هیله یې څرګنده کړې چې افغانان او امنیتي ځواکونه یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شي.

ده لیکلي«په افغانستان کې سوله د سیمې د سولې لپاره ضروري ده. د دې هدف لپاره د ټولو نوښتونو ملاتړ کوم.»

3 thoughts on “د کندهار پر پېښه د پاکستان د ملکي او پوځي مشرانو غبرګون”
  1. اشرف غنی باید سمدستی استعفا ورکړی او یا دې د امریکا نه وغواړی چې د پاکستان سره دې جنګ پیل کړی. د غنی لپاره نور د شرم ځای دی چې ټول ولایت یې ورته په یوه ورځ وواژه او دی اوس هم ریس جمهورځان ګڼي. که امریکا تیاره نه وی نو خپله بړستن دې وتړی او دا هیواد دې پریږدی.

  2. Fack you both mother fuckers with your fake sympathy. We do not need your condolences. Afghanistan has thousands of General Raziq. You will never achieve what you want. Pakistan will face one day what you sick people cultivate.

  3. Pakistan have been hearting Afghanistan too deep and for too long that the offer of small bandage of ” condolences ” will not cover the heavy cuts but salting them.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *