تاند- د کندهار په ژړۍ ولسوالي کې ۴۰ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې ژوبل شول.

چارواکي وايي چې پرون /جمعه/ ماسپښین مهال د تورجان پمپ په سیمه کې د ۳۰۳ بس چلوونکي د دې لپاره چې له مخامخ موټر سایکله خپل موټر چپ کړي، له سړکه واوښت خو کنټرول یې نه کړای شو او چپه شو.

په بس کې ۵۶ تنه سپاره ول چې ۴۰ یې ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له ترافیکي پېښې سمدستي وروسته ملي اردو ځان سیمې ته ورساوه او د پېښې ټپیان یې د کندهار میرویس روغتون ته ورسول.

ډاکتران وايي چې د ځینو ټپیانو حال ښه نه دی.

One thought on “د کندهار په ترافیکي پېښه کې ۴۰ تنه ژوبل شول”
  1. احمق اوبی تجربه دریوران باید همداوس له دندی گوخه شی٫ زمونگه بدختی داده چه مسلکی حکومت نلرو که نه دترانسپورت جاهل وزیر هم باید محکمی ته راکش شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *