نېټه١٣٩٢، ٠٤،١١

د کندهار پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه د څلورو تنو ښځينه محصلينو په ګډون٥٥ تنو د فاراغت سندونه ترلاسه کړل.

په يادو مراسمو کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال تواب بالاکرزي، د پوهني رئيس شېراغا صافي او يو شمېر نورو مخورو کسانو ګډون کړی و.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال تواب بالاکرزی غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، د ياد پوهنځي محصلين په ټولنه کي د ښوونځي او مدرسې تر منځ د رامنځته سوی واټن د له منځه وړلو لپاره مهم رول لري او دوی بايد په دې برخه کي خپلي پوره هلي ځلي تر سره کړي.

د پوهني رئيس شير آغاصافي وويل وياړم، چي د كندهار پوهنتون د ټولني لپاره د يوې ډېري مهمي او ارزښتناكه پوهنځي شرعتياتو څخه ۵۵ تنه محصلين فارغ سول. نوموړي وويل، كه ياد محصلين هغه امانت، چي دوی ته سپارل سوى په سم او پوره ډول سرته ورسوي، نو په كندهار كي به د زياتو كسانو ستونزي هواري سي. ښاغلي صافي ددې ترڅنګ پر خلکو هم ږغ وكړ، چي زده كړه وكړي، كه نه بهرنيان يې كلتور او اسلام دواړه ترپښو لاندي كوي. هغه وويل د زده كړي په واسطه نه يوازي دين او كلتور ساتلای سو، بلکي په ډېره اساني کولای سو په ټولنه کي د جرمنو كچه راټيټه او د زندانونو دروازې وتړو.

ددې غونډي يو شمېر نورو ګډونوالو هم پر يادومحصلينو ږغ وكړ، چي په خپله دنده كي بايد ډېرهوښيار او حساس و اوسي، ځكه همدا دوی دي چي په يوه صادره سوې فيصله بې ګناه وژل كېدای سي او ګناه كاره له داره ژغورل كېدای سي.

دشرعياتو د پوهنځي رئيس محمدمزمل اسلامي د يادو مراسيمو په ترڅ كي وويل: خوښ دی چي نن يو ځل بيا له کندهار پوهنتون څخه د محصلينو د فارغت د مراسمو شاهد دی، نوموړي ټينګار وکړ چي د ياد پوهنځي محصلين په دې ډول روزل سوي چي د هيواد، پوهنتون، پوهنځي او خپلو ښوونکو نوم به تل لوړ وساتي. خو په دې برخه كي يې د دوی له مېندو او پلرونو څخه وغوښتل، چي خپلو فارغه سويو اولادونو ته د دوی د علمي سوييې د لوړولو زمېنه برابره كړي.

فارغ سوو محصلينوهم د ويناوالو د خبرو له اورېدو وروسته ژمنه  وكړه، چي دوی ته د ښوونكو له خوا ورسپارل سوى امانت به په سم ډول تر خلکو رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *