خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۵-۳-۲۷
کندهار، افغانستان- نن سهار د طبي مشورتي بورډ غړو له کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي سره په لومړۍ ناسته کي وویل چي دوی د U.S.W.D.P موسسې په مالي او جان اف کنیز پوهنتون په تخنیکي مرسته په کندهار پوهنتون کي د عامي روغتیا لپاره د ماسټرۍ پروګرام پیلوي.
کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د دې پروګرام پیل یوه لویه بریا او نوښت وباله او ویې ویل: په نوره نړۍ کي روغتیايي تګلار داسي ده چي هلته وقایې ته زیاته پاملرنه کېږي، مګر موږ یوازي تداوي کوو او په دې برخه کي وروسته پاتي یو. دا پروګرام به د دې حوزې په کچه یو نوی ګام وي. ده غوښتنه وکړه چي زموږ په روغتیايي مرکزونو کي یوه عمده ستونزه د عامې روغتیا په برخه کي د ښه مدیریت نه شتون دی، که تاسو په دې اړه ځیني لنډمهاله کورسونه جوړ کړی نو په دې سره به مو یوه لویه تشه ډکه کړې وي. نوموړي همداراز د جراحي د ډاکټرانو او فارمیسي د محصلینو لپاره هم د روزنیزو کوروسونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د طب پوهنځي رئیس د غونډې ګډونوالو ته د دې پروګرام په اړه لنډه مالومات وړاندي کړل او ویې ویل: موږ په کابل کي د دې پروګرام له ملاتړ کوونکو سره مجلسونه کړي او هغوی د هر ډول مرستې ډاډ راکړی دی. د مالي او تخنیکي ملاتړ ترڅنګ به هغوی موږ ته یو ډیجیټل کتابتون چمتو کوي او لس استادان به دوې میاشتې مختلف کوروسونه وآيي.
د مشورتي بورډ یو بل تن غړي د دې پروګرام په اړه ګډونوالو ته د پرزنټیشن په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل: دا پروګرام د دوو کالو لپاره دی چي په اوله دوره کي به ۲۵تنه هغه محصلین ورته جلب سي چي د طب، ستوماتولوژي او نرسنګ په څانګه کي لیسانس ولري. له هر محصل څخه به د داخلې په ډول ۵زره افغانۍ اخیستل کېږي او د یوه سمستر فیس به ۴۵زره افغانۍ وي. پروګرام به د روان لمریز کال په سنبله میاشت کي پیل سي.
نوموړي وویل: پرېکړه داسي سوې چي باید د دې پروګرام دېرش سلنه ګډونوال ښځینه وي. د ده په خبره د دې پروګرام هدف د غوره عامه روغتیايي خدماتو وړاندي کول، په دې برخه کي د څېړنو دودول او د دوکتورا په کچه زده کړو ته لار برابرول دي.
د غونډې په اوږدو کي ځینو ګډونوالو یو شمېر پوښتنې مطرح کړې او خپل نظرونه یې وړاندي کړل. باید ووایو چي د روغتیا مشورتي بورډ د کندهار والي په مشرۍ جوړ سوی چي پکي د کندهار پوهنتون مرستیال عبدالتواب بالا کرزی، د عامي روغتیا استازی، د درملو د خصوصي اتحادیې استازی، د خصوصي روغتونونو نماینده او د کندهار د طبي ټولنې غړی ګډون لري.