تاند- وسله والو طالبانو د کندهار پوهنتون هغه محصلان او استادان نن /یکشنبه/ خوشي کړل چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو تر انتخاباتو څو ورځې وړاندې یې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د کندهار – کابل په لویه لار کې تښتولي ول.
د کندهار پوهنتون استاد سلطان محمد ستانکزي څو شېبې مخکې د ټېلفون له لارې تاند ته وویل چې همدا شېبه له نورو ملګرو سره په یوه دښته کې روان دی او هڅه کوي چې کوم سړک ته ځان ورسوي.
د کندهار پوهنتون ۳۷ استادان او محصلان، چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي ول، له کندهار څخه په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان ول چې د جوزا په شلمه /جون لسمه/ وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د هغوی د موټر مخه ونیوله.
د معلوماتو له مخې طالبانو استادان او محصلان له تښتولو وروسته يه مختلفو ولسوالیو وېشلي ول. طالبانو په لومړیو ورځو کې د پنځو تنو له خوشي کولو سره موافقه ښودلې وه خو استادانو او محصلانو د ټولو د یوځايي خلاصون غوښتنه کوله.
د دوی په منځ کې ۲۵ استادان ول. تراوسه پوري څرګنده نه ده چې طالبانو دا کسان ولي تښتولي ول او دا هم معلومه نه ده چې طالبانو له برمته کسانو سره څه ډول چلند کړی دی.
له دې سره په یووخت نن د غزني پوهنتون څلور محصلان د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول. تراوسه پوري چا د دغو محصلانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
زبردست خبر دی ماشاءالله. تل دې وي تاند!