تاند- په کندهار ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه په ارغسان ولسوالۍ کي په يوه وسلواله نښته کې ١٢ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دغو طالبانو غوښتل چې د ارغستان ولسوالۍ د (شنه نري) په سيمه کې، چي د بلوچستان ایالت له منزکي سیمې سره پوله لري، د افغان پوليسو پر پوسته حمله وکړي خو پوليس، چې د مخکې تر مخکې یې استخباراتي مالومات ترلاسه کړي ول، طالبانو ته په کمین کې ناست ول.
د خبرپاڼې له مخې د افغان سرحدي پوليسو او پاکستانيو طالبانو ترمنځ تر څو ساعته مخامخ جګړې وروسته د وسلوالو پاکستاني طالبانو ١٢ تنه ووژل شول، نور يې بېرته د ډيورنډ کرښې هغې غاړي ته واوښتل او د پاکستانيو سرتيرو له سرحدي پوستو څخه بېغمه تېر شول.
په دې مخامخ جګړه کي ملي پوليس او ملکي وګړو ته د سر و مال هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
د وژل سوو طالبانو مړي او يوشمېر وسلې او مهمات اوس هم په سيمه کي پاته دي.
وسله والو طالبانو د کندهار د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکي وايي چې دا برید په داسي حال کې شوی چې د ډیورند کرښې ته څېرمه د افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.
دا به طالبان نه بلکه پاکستاني پوځیان وي ځکه چې دوی له پخوا نه دا دود پالي چې ږیرې پرېږدي او بیا په افغانستان کې د افغانانو د وینو تویولو له پاره له اسلام څخه سؤ استفاده کوي. خدای دې دوی هلاک کړي لکه چې هلاک یې کړل.
وایی چه د روژی مبارکه میاشت ده او د جنت دروازی ټولی خلاصی دی بیا خو د طالبانو په مخ. نو ښایی چه له دی وجه دوی غوښتل چه جنت ته ولاړ شی. هغوی په خپله ځانونه توپ ته برابر کړی. سرحدی پولیس ګوره او ۱۲ طالبان وژل ها ها ها
عبدالرحمنه وروره
خبره داسی ده چه په حدیث کی راغلی چه دروژی په مبارکه میاشت کی ددوزخ دروازی تړل کیږی اودجنت دروازی خلاصی کیږی نوپردی بنا سره دغه پنجابیانوغوښتل چه دهمدی مبارکی میاشتی دبرکت څخه ګټه پورته کړی اوپه مستقم ډول سره جنت ته ولاړشی نولدی وجهی یی په سرحدی ځوکونوپه قصدی ډول سره ځانونه ووژل ترڅوجنت ته ولاړشی.
په درنښت
wali da janat taso ta gaw khan maloumege ji khar talib aw spae panjabe ba warzi
halta de salo zae da na de khro aw spo.
په روژی کی دجنت در وازی دهرچالپاره خلاصدی که دخاص خاص خلګولپاره دهغه چالپاره هم دجنت دروازه خلاصده چی ناحقه یومسلمان وږنی ناحقه دیوه مسلمان وږل دټول عالمی اسلام وږلوپه معناده هغه که ناحقه طالب وږل کیږی یاملی اوردو یاملی پولیس یاعام افغانان
دا زه منم له دی وجهی نه چه هلته د سرحدی زون او امونیی قومندان جنرال رازق دی هغه دومره خطرناکه سری دی چه پاکستانی طالبان خو پریژده خپل عسکر یی چه په غلط جرم ونیسی او یا هم غله ونیسی وژنی یی له دی وجهی نه خو اوس په کندهار کی امونیت د تیر وخت په نسبت شه شوی دی چه مجرم ته د خپل عمل سزا ورکوی