تاند- د کندهار ښار په نننۍ چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او تر شلو ډېر نور ژوبل دي.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک رسنیو ته وویل، چاودنه نن سهار د ښار په مرکزي برخه (میرویس مېنه) کې د پولیسو یوې حوزې ته نژدې وشوه.

په پیل کې ویل شوي و چې دا موټربمي چاودنه ده خو وروسته چارواکو وویل چې تراوسه پوري څه نه شي ویلی چې چاودنه انتحاري وه که د ځای پر ځای شوي بم.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د روانې اوونۍ په پیل کې په جلال اباد کې په یوه برید کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *