تاند- د کندهار ښار په یوه رستوران کې د نن ماښام چاودنې لږترلږه درې تنه وژلي او ۲۲ نور ژوبل کړي دي.
د کندهار د والي ویندوی وویل، دا چاودنه ماښام شاوخوا شپږ بجې د ښار د شپږمې ناحیې په لمر رستورنت کې داسي مهال وشوه چې رستوران له خلکو ډک و.
په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي.
امنیتي ځواکونه وايي چې ټپیان یې میرویس روغتون ته رسولي دي.
چارواکي وايي چې له ټولو نښو داسي ښکاري چې دا برید د دولت وسله والو مخالفانو کړی وي خو دوی تراوسه پوري د چاودنې د څرنګوالي په اړه د زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي، وايي چې څېړنې روانې دي چې څرګنده شي ایا دا چاودنه د ځای پر ځای شوي بم په نتیجه کې شوې او که ځانمرګې حمله وه.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي خو د کندهار چارواکي وايي چې طالبان عموماً د هغو حملو په اړه څه نه وايي چې ملکیان پکې ووژل شي. د دوی په وینا د دې ډول حملو هدف په خلکو کې د وېرې او ترهې خپرول دی.
د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې اووه تنکي ماشومان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.