تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: ځايي چارواکي وايي، چې د کندوز دشت ارچي ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شوه.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني تاند ته وویل، دشت ارچي ولسوالۍ سره یې تېر ماښام شپږ بجې اړیکه پرې شوې ده او په نسبي ډول یې نن سهار بیا ورسره تماسونه ټینګ شوي دي.

د رحماني په خبره، امنیتي ځواکونو له دشت ارچي ولسوالۍ څخه شاتګ کړی او اوس پر دې ولسوالۍ طالبان حاکم دي: (( موږ سره د خپلو سرتېرو د تلفاتو په تړاو دقیق معلومات هم لا تر اوسه نشته.))

بلخوا طالبانو هم ویلي چې له څو ورځنۍ جګړې وروسته یې د کندوز دشت ارچي ولسوالي تېر ماښام ونیوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *