د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانج چې کندوز ته په سفر راغلی و خبري ناستې ته وویل د تیر مالي کال د لومړیو دوو ربع په پرتله سږکال د دغه ریاست په عوایدو کې (۱۷۲۵۱۴۹) افغانۍ زیاتوالی راغلی چې دا د تیر کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښیې .
قوانج په دغه خبري ناسته کې همداراز زیاته کړه چې د دغه ریاست عواید تیر ۱۳۹۶ مالي کال په لومړیو دوو ربع کې (۶۵۰۲۳۲۶) افغانۍ وې خو سږکال په همدې موده کې ( ۸۲۲۷۴۷۵ ) افغانیو ته رسیدلي دي چې ټول عواید يې د ځمکني ټرانسپورټي خدمتونو له لارې ترلاسه شوي دي .
ورته مهال بیا د کندوز اوسیدونکي وايي دلته د ټولو دولتي ځایونو په ځانګړي ډول د موټرونو د نمایندګیو اجارې او قراردادونه د زورواکو په لاس کې دي نو په هغه پيمانه چې عواید ترلاسه کوي د دولت خزانې ته يې نه سپاري ټول شخصي جیبونو ته ځي .
راپور: عزت الله عمرخېل