غني باید له ربړول شویو طالبانو بخشنه وغوښتل شي

تاند – ولسمشر غني د کندوز د وضعیت په خاطر نوي ډیلي ته څو ساعته وروسته روان شو.

د راپورونو له مخې ولسمشر د کندوز د وضعیت په اړه له امنیتي چارواکو او دغه راز په افغانستان کې د نړیوال روزونکي ځواک له قومندان سره له سلا مشورې وروسته ډیلي ته روان شو. ټاکل شوې وه چې ولسمشر نن ماسپښین یوه بجې ډیلي ته لاړ شي.

لومړنی خبر

د کندوز د جګړې له کبله هند ته د ولسمشر سفر څو ساعته وځنډول شو

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز د راوانې ناامنۍ له کبله نوي ډیلي ته خپل سفر څو ساعته وځنډاوه. ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني نن نوي دیلي ته په دوه ورځیني سفر لاړ شي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له عمومي قومندان جنرال جان کیمبل سره وکتل او د کندوز د روان وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

له کندوره ترلاسه شوي راپورونه وايي چې له تېرو درو ورځو راهیسي د دغه ولایت په امام صاحب، علي اباد او د قلعه ذال ولسوال په ګورتېپې سیمه خونړۍ نښتې روانې دي او حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کندوز ته ۲ زره کومکي ځواکونه لېږلي دي.

راپورونه وايي چې په کندوز کې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ دی ځکه چې د دغه ډېری امنیتي ځواکونه بدخشان ته استول شوي دي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني نن ماسپښین یوه بجې ډیلي ته روان شي.

د ولسمشر غني ویاند او په کابل کې د هند سفارت تایید کړې چې د افغانستان ولسمشر له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نن ډیلي ته روانېږي. تراوسه پوري د ولسمشر غني د روانېدو دقیق ساعت څرګند نه دی.

اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته هند ته نه دی تللی خو په دې هیله چې پاکستان به د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او د نیابتي جګړې له بس کولو لاس واخلي، لومړی یې اسلام اباد ته سفر وکړ.

ځیني راپورونه وايي چې ولسمشر غني پاکستان ته څلور میاشتې وخت ورکړی و چې که غواړي چې افغانستان یې ځیني غوښتنې ومني نو طالبان دې خبرو ته راولي.

ویل کېږي چې پاکستان له افغانستانه دوې اساسي غوښتنې لرلې چې یوه یې له هند سره د اړیکو محدودول او بله پاکستان ته د روزنې لپاره د افغان پوځیان استول وو.

د افغانستان حکومت پاکستان ته د ښه نیت د ښکارولو د بېلګې لپاره ۶ تنه پوځي زده کوونکي پاکستان ته ولېږل چې لا هم د ایبټ اباد په کاکول پوځي اکاډیمۍ کې په زده کړو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *