د کندز ولایتي شوری غړو د کندوز په ولایت کې پر روانو نا امنیو د حکومت لخوا کمې توجه او د کندز ولایت د خلکو په ستونزو خبرې وکړې، د کندوز د ولایتي شوری رئس محمد یوسف ایوبي و ویل د کندز په ولایت کې امنیتي پرسونل کم دی او له همدې امله په دغه ولایت کې نا امني ورځ تر بلې په زیاتیدو ده ، هغه زیاته کړه په تېرو دیارلسو کلونو کې د کندوز ولایت ته مرکزي حکومت توجه نه ده کړې ده د نمونې په توګه د کندوز د هوایي ډګر پراخوالی د نړیوال معیار، د کندوز پوهنتون ته پراختیا ورکول، د ودانیو رغول او د زیاتو پوهنځیو ایجادول، د کندز د یو شمېر سړکونو قیر کول هغه تحصیل یافته کدرونو ته په دولتي ادارو کې ځای د معلولینو او ښوونکو ستونزو ته پاملرنه غوښتنې وکړې.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د دوی ستونزې پر ځای وبلې او زیاته یې کړه چې د ولایتي شورا وکیلان چې د ملت رښتنې استازي او مستقیمه اړیکه ورسره لري په ښه توګه کولای شي د چارو په ښه تر سره کیدو کې ښه رول و لوبوي، هغه د ولایتي شوری وکیلانو رول لکه په روغتون کې د ډاکټرانو حیثیت و بلو چې د ملت ستونزې په ښه توګه هم اوریدلی شي او تر دولتي چارواکو پورې یې رسولای شي.
انجنیر محمد خان و ویل مونږ یقین لرو چې په ولایاتو کې ډېرې ستونزې شته د امنیتي پرسونل له کمبود څخه نیولې بیا تر بیا رغونې، بې کارۍ، د ودانیو نه شتوالی ، دسړکونو خرابوالی اوداسي نوري ستونزې شته ولې ستاسو وړاندیزونه پر ځای دي او په دې اړه به لازم تصمیمونه و نیول شي .
 اجرائیه ریاست لومړي مرستیال دوی ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د ښوونکو او قاالین با فانو په نوم په کندز کې دوه ښارګوټي ورغول شي، نوموړي و ویل چې د کندز ولایت چې یو زراعتي او محصولاتي ښار دی د ملي وحدت حکومت به ورته پاملرنه وکړي
Habib-U-Rahman Ibrahimi 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *