د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې د ماشومانو او په تېره بيا د قران حافظانو وژنه په هيڅ ډول د منلو او توجيې وړ نه ده. مونږ ټول پرې غمجن يوو، له سترګو مو اوښکې بهيږي او زړونه مو د هغوی له کورنيو سره يو ځای درزيږي. دا جنګي جنايت دی، جنايت په هر حالت کې جنايت وي، که هغه افغان ځواکونه کوي، که طالبان يې کوي او که بهرنيان، ټول بايد وغندل شي. خو دا هم نه منو چې له دې بريد او د ماشومانو له وژنې دې وسلوال مخالفين د افغان ځواکونو پر ضد د خپلو تبليغاتو لپاره استفاده وکړي.

راځئ يوازې د قران د حافظو ماشومانو د وژنې په اړه لږ فکر وکړو، چې دوی چا او ولې ووژل؟

دلته دوه حالته امکان لري، لومړی حالت به دا وي چې ښايي افغان هوايي ځواکونو تېروتنه کړې وي.

که افغان هوايي ځواکونو تېروتنه کړې وي، نو بايد د سولې په اړه وروستيو اقداماتو ته په پام سره داسې وڅيړل شي چې د چا په غوښتنه، په کوم کورډينات او ولې دا سيمه په نښه شوه او د څيړنو اصلي پايلې له ملت سره په مخلصانه ډول شريکې شي. څو روښانه شي چې د بريد تر شاه اصلي انګېزه څه وه؟

ورسره جوخت دې ډول بريد ته بايد هيڅ ډول دروغجنه توجيه ونه لټول شي، افغان ځواکونه بايد له ټول ملت څخه په بشپړه زړورتيا بخښنه وغواړي او په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د نه تکرارېدو ژمنه وکړي. همدارنګه د شهيد شويو حافظانو له کورنيو په خپله جمهور رئيس بخښنه وغواړي، د مرستې ډاډ ورکړي او د هغوۍ خبرې او غوښتنې واوري.

دا به څو ښګڼې ولري، يو خو به د افغان پوځ پر ضد د سيمې هېوادونو، مخالفينو او کرکه اچوونکو د تبليغاتو مخه ونيول شي، بل به خلک باوري شي چې افغان پوځ د دوی خپل پوځ دی او د خلکو تر منځ به د طالب جنګياليو او افغان پوځ تر منځ تفکيک وشي، ځکه تر اوسه طالب جنګياليو د جنګي جنايت پر مهال بخښنه نه ده غوښتې.

اوس يې دويم حالت ته راځو: افغان ځواکونو د کال په پيل کې وويل چې په پسرلي کې به د هوا له لارې  د وسلوالو مخالفينو ډير مرکزونه په نښه کړي او د سر پورته کولو ته به يې پرېنږدي. دا هغه اعلان و، چې طالبان يې سخت وارخطا کړل.

اوس دا هم امکان لري چې ښايي طالبانو په لوی لاس دې بريد ته زمينه برابره کړې وي. ځکه دا به طالبانو ته دوه ښيګڼې ولري، لومړی دا چې له دې لارې به د افغان ځواکونو د تازه هوايي بريدونو د مخنيوي هڅه وکړي او بله دا چې له دې بريد څخه به په تبليغاتي جګړه کې پراخه استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *