تاند (شنبه – د سنبلې ۹) د وروستي راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي د کندوز ښار په مرکزي چوک کې چاودنه تایید کړه، ویې ویل چې دا انتحاري برید د مازدیګر په ۶ بجې په داسې وخت وشو چې امنیه قوماندان خبریالانو ته معلومات ورکول.

رحیمي تایید کړه چې په چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
رحیمي همداراز د کندوز د امنیه قوماندان ټپي کېدا تایید کړه؟ خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې د کندوز امنیه قوماندان منظور ستانکزی وژل شوی دی.
نور راپورونه وايي چې د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی سید سرور حسیني، چې مخکې یې د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، سا ورکړې ده
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر کندوز ښار د طالبانو حمله د سولې په اړه د طالبانو د خبرو خلاف بللې ده.
تاند- د کندوز ښار په مرکزي چوک کې د نن مازدیګر په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې یوه انتحاري امنیتي ځواکونو ته ځان نژدې کړ او بیا یې ځان والوزاوه.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
راپورونه وايي چې په دې برید کې د کندوز امنیه قوماندان او د پولیسو ویندوی ژوبل شوي دي. خو چارواکو تراوسه پورې د کندوز د امنیه قوماندان ټپي کېدا تایید یا رد کړې نه ده.
افغان چارواکي وايي پر کندوز ښار یې د طالبانو حملې په شا تمبولي خو لا هم د ښار په ځینو لمنو کې د خال خال ډزو ږغ اورېدل کېږي.
تراوسه په دې جګړو کې د وژل شویو کسانو کره شمېر څرګند نه دی خو امنیتي چارواکي وايي چې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځینې راپورونه وايي چې تر ۱۰ ډېر پولیس هم وژل شوي دي.