تاند- د مشرانو جرګې یو غړی ادعا کوي چې روسیه د امو سین له لارې له تاجکستان څخه په کوچنیو بیړیو کې طالبانو ته وسلې لېږي.
په مشرانو جرګه کې د کندوز سناتور عبدالودود پیمان وايي، روسیه په دې نامه چې طالبان د داعش د پرمختګ مخه نیسي دې ډلې ته د کندوز په ارچي او د تخار په درقد ولسوالیو کې وسلې رسوي.
پیمان ادعا کوي چې له امو سین څخه هره شپه ۱۰ بېړۍ وسله د افغانستان لور ته راوړل کېږي او طالبانو ته سپارل کېږي.
تر دې پخوا د کندوز پخواني والي ویلي و چې روسي انجنیران د تاجکستان په خاوره کې د طالبانو وسلې ترمیموي.
سناتور پیمان وايي، طالبان د روسي وسلو په مټ د هیواد په شمالي ولایتونو کې لویو حملو ته تیاري نیسي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر جان مکین او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جان نیکلسن د سوال او ځواب په یوه غونډه کې وویل چې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي او ظاهراً د خپل ملاتړ دلیل دا ښيي چې طالبان د داعش مخه نیسي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې دوهم مرستیال او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي زامیر کابلوف نن /جمعه/ وویل «دا سوچ دروغ دي… دا بې ځایه خبرې دي. دا ټولې خبرې د دې لپاره کېږي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره د خپلو هلوځلو ناکامي توجیه کړای شي. دې ډول خبرو ته له دې پرته بل ځواب نشته.»
زه ددغی ښاغلی وکیل خبرواو څرګندونوته ګوته په غاښ یم.دا ځکه چی دومره دقیق معلومات لری مګر بیا هم یو لاسوند نشی وړاندی کولۍ؟! خبره څه شۍ ده؟! یاپه درواغوکی تخصص لری!او یا هم له غلو سره د جوال خوله نیسی او د کورخاوند ته وایی چی غل درغۍ!کوم څه چی ښاغلۍ وکیل یی وایی هیڅ هیواد پالنه نده، بلکه یوازی خپله پله درنوی اوځان ښکاره کوی او بس.