د افغانستان کرکټ بورډ اداره د یوې ملي ادارې په توګه له زیانمنو وګړو د ملاتړ په موخه خپل ټولنیز رسالت او مسئولیت په ډاګه کوي. دغه اداره په پام کې لري تر څو د کندز له زیانمنو وګړو د ملاتړ په موخه د الکوزي- کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ملي الف او پرمختیایي لوبډلو ترمنځ یوه شل اوریزه سیالي په لاره واچوي چې له عاید څخه به یې د کندز زیانمنو وګړو سره مرسته وشي.
ټاکل شوې دغه سیالي د روان زیږدیز کال اکتوبر په ۱۵ نیټه د الکوزي-کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او د آریانا له نړیوال تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، افغان کرکټ بورډ اداره د یوې ملي ادارې په توګه خپل ټولنیز رسالت په ډاګه کوي او له دغې سیالۍ څخه په لاسته راغلي عاید به د کندز له زیانمنو وګړو سره مرسته وشي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، کرکټ په افغانستان کې د منل شوې لوبې په توګه په هره برخه کې اغیزمن ثابت شوی او دادی اوس د کندز زیانمنو وګړو سره د مرستې لپاره د ملي لوبغاړو په مرسته د مرستې لپاره اقدام کوو.
افغان کرکټ بورډ اداره به د دغې سیالۍ ټکټونو له لارې لاسته راوړونکي عاید په مرسته د کندز له زیانمنو وګړو سره د اړینو توکو مرسته وکړي.
ژونید دی وی وطنپرستان