تاند- د افغانستان د ملي امنیت په وینا په کندوز کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلام او د هغه مرستیال مولوي ذبیح له ۱۵ تنو نورو وسله والو سره یوځای وژل شوي دي.
ملي امنیت زیاتوي چې د حارث په نوم د پاکستان د لشکر طیبه ترهګرې ډلې یو مشر هم په کندوز کې هلاک شوی دی.
ملي امنیت وایي چې د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوي والي له خپلو ملاتړیو سره هڅه کوله چې د کندوز پر هوایي ډګر برید کړي خو په هوایي برید کې چې د ملي امنیت د ریاست په همغږۍ سره ترسره شو، دغه کسان په سیمه ییز وخت د شپې په نهه بجې ووژل شول.
د افغانستان ملي امنیت اداره وایي چې د مولوي سلام له وژلو سره د افغانستان د دولت د مخالفانو روحیه په کندوز کې کمزورې کیږي.
د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو د دوشنبې په ورځ د کندوز ښار ونیو. افغان حکومت کندوز ته له شاوخوا سیمو ځواکونه واستول څو طالبان وځپي، خو ولسمشر اشرف غني د چهارشنبه په ورځ تر غرمې وروسته په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې پر کندوز به هوایي بریدونو ته اجازه ورنه کړي څو ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
بل لور ته د کندوز شاوخوا نړیوالو ځواکونو د چهارشنبه په سهار او د شپې په مخه هوایي بریدونه وکړل چې ویل کیږي له دې حملو سره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د هغوی د پرمختګ مخه یې د میدان په لور ډب کړې ده.
تر دې وړاندې افغان ځواکونو د کندوز د زندان او د امنیه قومانداني د ودانیو د نیولو خبر ورکړی و.
په کندوز کې د طالبانو ماتې ښایي دغې وسله والې ډلې او یو شمیر جنګسالارانو ته چې ویل کیږي د طالبانو ملاتړ کوي، سخته تمامه شي، خو که چیرته طالبانو وتوانیدل چې د اوږدې مودې په مخه دغه ښار ونیسي نو افغان ځواکونو ته به دا یو ګواښ وي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته نه دې توانیدلي چې یو مهم ښار د خپلو مخالفو وسله والو له منګولو خلاص کړي.