د کندوز امنیه قومنداني

تاند- د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال، چې یو کال پخوا طالبانو یرغمل کړی و، نن /جمعه/ له دې ډلې په تېښته بریالی شو.

وحید الله بېکزاد تېر کال د کندوز- خان اباد په لاره کې د طالبانو له لوري تښتول شوی و.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ سرچینې وايي چې د دې قوماندانۍ پخوانی مرستیال وحید الله بېکزاد د ملي امنیت ریاست په هڅو او د طالبانو د یوه غړي په همکارۍ نن سهار اووه نیمې بجې په خان اباد کې د طالبانو له بنده وتښتېد او امام صاحب ولسوالي ته یې ځان ورساوه.

ده زیاته کړه چې بیکزاد اوس د امام صاحب ولسوالي په امنیه قوماندانۍ کې دی.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالي د نیولو لپاره پراخې حملې وکړې خو د دې ولسوالي د مرکز په نیولو بریالي نه شول.

One thought on “د کندوز مرستیال امنیه قوماندان د طالبانو له بنده وتښتېد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *